کابل کې د افغانستان او ایران د قونسلي ګډې کمېټې پنځمه ناسته ترسره شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان او ایران د قونسلي ګډې کمېټې پنځمه ناسته په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اداري او مالي مرستیال ډاکټر محمدنعیم او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال وحید جلال‌زاده په مشرۍ ترسره شوه.

د وزارت په وینا، په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغان کډوالو د ستونزو، قونسلي خدمتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د شته ستونزو د حل لپاره به همغږي پیاوړې کوي، قونسلي همکارۍ به پراخوي او د ګډې کمېټې غونډو ته به دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button