لوړ پوړی ایراني جنرال: که امریکا جګړې ته دوام ورکړي د امریکا پر اډو به ځمکني بریدونه پیل شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د ستر مذهبي مشر پوځي سلاکار “جنرال محسن رضايي” خبرداری ورکړی، که امریکا په راتلونکو درې یا څلورو ورځو کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، نو ایران به د سیمې په بېلابېلو برخو کې د امریکایي ځواکونو پر اډو ځمکني بریدونه پیل کړي.
جنرال رضايي ویلي، ایران به د جګړې د دوام په صورت کې «تهاجمي پړاو» ته داخل شي او د امریکا اقدامات به بې ځوابه پرېنږدي. هغه ټینګار کړی چې د ایران وسلهوال ځواکونه د هر ډول سناریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.



