جمعیت علماء اسلام:مولانافضل‌الرحمن به هېڅکله په پوځ د نیوکو له امله بښنه ونه غواړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند مخکښ مشر “حافظ حمدالله” ویلي، چې د ګوند مشر “مولانا فضل‌الرحمن” به د پاکستان پر پوځ د خپلو وروستیو نیوکو له امله هېڅ ډول بښنه ونه غواړي.
حافظ حمدالله ټینګار کړی چې د مولانا فضل‌الرحمن څرګندونې د حقیقت او موجوده واقعیتونو پر بنسټ شوې دي او په هغو کې د بښنې اړتیا نه لیدل کېږي.
هغه زیاته کړې، د جمعیت علماء اسلام مشرتابه پر خپل دریځ ولاړ دی او د فشارونو له امله به له خپلو څرګندونو نه په شا کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button