غزه کې د اسرائيلو په دوو بریدونو کې ۱۲ فلسطینیان شهیدان او ۳۲ نور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، د اسراییلي رژیم پوځ د غزې تړانګې په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان شهیدان او ۳۲ نور ټپیان کړي دي. د چارواکو په وینا، مرګ ژوبله د ملکي وګړو ترمنځ اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، یو برید د النصیرات په سیمه کې د جنازې مراسم په نښه کړي، چې له امله یې اته کسان شهیدان او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د دویم برید په اړه هم د ملکي تلفاتو راپور ورکړل شوی، خو نور جزییات نه دي خپاره شوي.

بلخوا، حماس دغه بریدونه «وحشیانه ډله‌ییزه وژنه» بللې او له منځګړو هېوادونو او ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د غزې پر وړاندې د اسراییلو د روانو بریدونو د درولو لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button