ایران: د کویټ په ګډون مو ګڼو هېوادنو کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ ادعا کړې چې د «صاعقه» عملیاتو د اوولسم پړاو په ترڅ کې یې کویټ، بحرین، اردن او سوریه کې د امریکایي اشغالګرو پر ګڼو اهدافو بریدونه ترسره کړي دي.
د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د یکشنبې په سهار ترسره شوي چې پکې د کویټ د العدیري کمپ کې د امریکا د پوځ د مهماتو زېرمتون او د علي السالم هوايي اډې د تجهیزاتو او پرسونل ساتنځایونه د دویم ځل لپاره په نښه شوي دي.
ایراني پوځ ویلي، دغه بریدونه د «صاعقه» عملیاتو د اوولسم پړاو برخه ده او د امریکا او اسرائیلو له‌خوا د نړیوالو تړونونو د نقض او پر ملکي سیمو د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
د پوځ په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې ایراني ځواکونو بحرین، اردن او سوریه کې هم ځینې موخې په نښه کړي دي.
اعلامیه کې ټینګار شوی، چې ایراني ځواکونه به د هېواد د دفاع لپاره د «ایران او بشریت د دښمنانو» پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د امریکا یا خلیجي هېوادونو چارواکو رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د بریدونو د احتمالي زیانونو په اړه هم خپلواکو سرچینو معلومات نه دي تأیید کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button