عرب مشرانو ته د لاوروف توند ځواب؛ «لومړی د امریکا او اسرائیلو کړنې وغندئ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر “سرګي لاوروف” د عربي هېوادونو هغو سفیرانو ته، چې له هغه یې د ایراني بریدونو د درولو غوښتنه کړې وه، توند ځواب ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، لاوروف ویلي: «ایا تاسو هغه څه وغندل چې امریکا او اسرائیلو پیل کړل؟»
هغه زیاته کړې،چې د ایران د اقداماتو له غندلو مخکې باید د امریکا او اسرائیلو د کړنو په اړه هم روښانه دریځ ونیول شي.
لاوروف د خپلې خبرې د وضاحت لپاره پوښتنه کړې: «ایا تاسو په هغه ښوونځي کې د ۱۷۰ نجونو وژل کېدل وغندل؟»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په سیمه کې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د سیمې د هېوادونو د دریځونو په اړه بحثونه روان دي.



