ایراني رسنۍ: په ایلام کې د امریکا یوه MQ-9 بې‌پیلوټه الوتکه وویشتل شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د ایلام ولایت په فضا کې د امریکا یوه MQ-9 ریپر بې‌پیلوټه الوتکه د ایراني ځواکونو له‌خوا ویشتل شوې ده.

د دغو راپورونو له مخې، دا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د امریکا څلورمه MQ-9 بې‌پیلوټه الوتکه ده چې ایراني ځواکونو یې د نسکورولو ادعا کوي.

تر اوسه د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او خپلواکو سرچینو هم دا راپور نه دی تایید کړی.

د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو پوځي کړکېچونو په دوام، دواړه لوري د یو بل پر وړاندې د پوځي اقداماتو او متقابلو بریدونو ادعاوې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button