بقایي: امریکا د تهران ـ واشنګټن د هوکړه‌لیک ټولې مادې نقض کړې دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” ویلي، چې امریکا په تېره یوه اوونۍ کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړه‌لیک ټولې مادې تر پښو لاندې کړې دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، بقایي ادعا کړې چې امریکا په هرمز تنګي کې بېړۍ د «موازي لارې» کارولو ته اړ ایستې، چې د هغه په وینا، دا اقدام بېړۍ د ایران د چارواکو له خوا له ټاکل شوې لارې بهر تګ ته مجبوروي او د دواړو لورو د هوکړه‌لیک له مادو سره په ټکر کې دی.
نوموړي زیاته کړې، چې ایران د جګړې غوښتونکی نه و، بلکې یوازې یې د هغه څه پر وړاندې له ځانه دفاع کړې چې ده «تپل شوې جګړه» بللې ده.
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستیو پوځي او سیاسي ترینګلتیاوو له امله د دواړو هېوادونو اړېکې لا پسې کړکېچنې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button