پکتیا کې امنیتي ځواکونو پاکستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف کړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د ناري چینې کلي په سیمه کې امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو پر مهال ۸ زره د MP مرمۍ، ۱۲ د نارنجک مرمۍ او ۵۰۰ د دهشکې مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي. د وزارت په وینا، دغه مهمات قاچاق وړونکو په یوه خوندي ځای کې پټ کړي وو.

د خبرپاڼې له مخې، د لویې لارې کنډک اړوند د خوست پل مسؤلینو هم د پلټنې پر مهال پنځه میله توپنچې او د هغو ۵۰ مرمۍ ترلاسه کړې دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، یادې وسلې او مهمات له افغانستان څخه پاکستان ته د قاچاق په موخه لېږدول کېدل.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د دغې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د امنیتي ځواکونو کشفي سرچینو د عاملینو هویت تثبیت کړی او له بشپړو څېړنو وروسته به ونیول شي او قانوني چلند به ورسره وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button