مولانا فضلالرحمن: د پوځ ناکامو تګلارو پاکستان سیمهییزې انزوا ته رسولی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن د پاکستان پر پوځ نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې د پوځ د ناکامو تګلارو له امله پاکستان په سیمهییزه انزوا کې قرار لري.
فضلالرحمن ویلي، د هند او افغانستان سره د پاکستان پولې تړلې دي، چین نور پر اسلاماباد پخوانی باور نه لري او ایران هم له خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی.
نوموړي ادعا کړې، چې پاکستان له چین څخه د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د پروژې اړوند د شاوخوا ۱۷۰ میلیارده ډالرو پانګونې د معاف کولو غوښتنه کړې، خو بیجینګ یې نه ده منلې. هغه همداراز ویلي، چین په تفتان کې د خپلو فعالیتونو د دوام څخه هم انکار کړی دی.



