سپاه پاسدارن د کویټ علي السالم اډه کې د امریکا د رادار د خبرداري لومړنی سیستم ویجاړ کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) ادعا کړې، چې د بېپیلوټه الوتکو په وسیله یې د کویټ په علي السالم پوځي اډه کې د امریکا د لومړني خبرداري د رادار یوه دستګاه له منځه وړې ده.
د سپاه په وینا، په کویټ کې د امریکا پر اهدافو بریدونه د امریکا د پخوانیو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
سپاه دغه راز له کویټي ولسه غوښتي چې اجازه ورنه کړي چې د دوی خاوره «د شر، تېري او د مسلمانانو د وژلو لپاره د عملیاتو د پیل ځای» وګرځي.
یادې څرګندونې د سپاه پاسداران له لوري شوې ادعاوې دي، چې تر اوسه یې خپلواک تایید نه دی شوی.



