د ۱.۵ میلیارد افغانیو په لګښت د جوزجان قوشتېپې–درزاب ۵۱ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ټولګټو وزارت وایي، د جوزجان ولایت د قوشتېپې–درزاب ۵۱ کیلومتره اوږد سړک د اساسي رغونې چارې د یو میلیارد او ۵۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې دي. د وزارت په وینا، دغه پروژه د خصوصي سکټور په همکارۍ په درېیو برخو کې پلې کېږي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي. چارواکي وایي، د سړک د رغونې د ځینو برخو چارې تر نیمايي زیاتې بشپړې شوې او پاتې کارونه په چټکۍ سره روان دي.
ټولګټو وزارت زیاتوي، د دې سړک په بشپړېدو سره به د قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ترمنځ تګ راتګ اسانه، سوداګریزې راکړې ورکړې پراخې او د کرنیزو محصولاتو لېږد به هم چټک او اسانه شي.



