خلیل الحیه: د فلسطيني ملت د حقونو خونديتوب او بشپړه ازادي مو لومړیتوب دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱، چنګاښ، ۱۴۰۵.ل)

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر نوي مشر “خلیل الحیه” د خپلې دندې له پیل وروسته په لومړیو څرګندونو کې ویلي، چې د غورځنګ مشرتابه ورته په یوه حساس او تاریخي پړاو کې ستر مسؤلیت سپارلی او دوی به د خپلو شهیدانو پر لاره خپل مزل ته دوام ورکړي.
الحیه وویل، د حماس مشرتابه ورته په داسې مهم او حساس وخت کې د باور امانت سپارلی او دوی به د فلسطین د خلکو د حقونو د دفاع لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
هغه د غزې خلکو ته په خطاب کې وویل، حماس د هغوی له کړاوونو او قربانیو څخه بشپړ درک لري او ژمنه کوي چې د ظلم د پای ته رسولو او د فلسطینیانو د مشروع حقونو د ترلاسه کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د حماس د سیاسي دفتر مشر د اشغال شوې بیت المقدس، لوېدیځې غاړې او د نړۍ له هغو ټولو خلکو څخه چې د فلسطین له قضیې ملاتړ کوي، د مننې او قدردانۍ څرګندونه هم وکړه.
الحیه ټینګار وکړ چې د حماس تر ټولو مهم لومړیتوب د غزې پر وړاندې د روانې جګړې بشپړ درول او د غزې تړانګې بشپړه ازادي ده.
هغه زیاته کړه، د غورځنګ دویم لومړیتوب دا دی چې غزه د فلسطین د ملي واحد نه بېلېدونکې برخه پاتې شي، فلسطیني بندیان ازاد شي او د فلسطین د ولس روان کړاوونه او بشري ستونزې پای ته ورسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button