د سعودي او ترکیې سفارتونو او ملګرو ملتونو د نورستان سېلاب ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

په کابل کې د سعودي عربستان او ترکیې سفارتونو د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په تړاو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د افغانستان له ولس سره یې خواخوږي ښودلې ده. دواړو سفارتونو په جلا اعلامیو کې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ، مړو شویو ته د مغفرت او ټپیانو ته د ژر روغتیا دعا کړې ده.

دواړو سفارتونو ټینګار کړی، چې په دې سختو شېبو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او له سېلاب ځپلو کورنیو سره خپله همدردي څرګندوي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله تر اوسه له ۴۰ څخه ډېر کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپیان او یو شمېر کسان لا هم ورک دي. د هغه په وینا، ملګري ملتونه د خپلو بشري شریکانو په همکارۍ د زیانونو ارزونه کوي او زیانمنو کورنیو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره چمتووالی نیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button