مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۵۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، په یوه ورځ له بېلابېلو لارو هېواد ته ۵۵۰ کورنۍ چې ۲۹۶۴ تنه کېږي راستنې او ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، روغتیايي خدمتونو، مخابراتي اسانتیاوو او عامه پوهاوي په برخو کې لازم خدمات وړاندې شوي دي.
راپور زیاتوي، په دې موده کې ۶۴۷ کورنیو سره مالي مرستې شوې، ۶۵۹ کورنۍ چې ۳۷۱۷ تنه کېږي خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي او سلګونه سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
کمېسیون وایي، له راستنېدونکو کورنیو سره د لنډمهاله مېشتېدنې، مرستو او نورو اړوندو خدمتونو په اړه هم معلومات شریک شوي دي.


