امریکا: د ایران پر ضد د عملیاتو نوې څپه پای ته ورسېده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې د ایران پر ضد د ترسره شویو پوځي عملیاتو نوې څپه پای ته رسېدلې ده. د سنټکام په وینا، په دغو بریدونو کې د ایران دننه د قوماندې مرکزونه، سمندري تاسیسات، د الوتکو او بې‌پیلوټه الوتکو اډې په نښه شوې دي.

سنټکام ویلي، دغه عملیات د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د امنیت د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي دي.

 د سينټکام په خبره، ایران په تېرو درېیو میاشتو کې پر څه باندې ۳۰ سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي دي.

ایراني چارواکو تر اوسه د امریکا د دغو ادعاوو او د عملیاتو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button