عدلیې وزارت: پکتیکا کې له ۱۵ زره جریبه ډېره ځمکه امارتي وپېژندل شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت د یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ زره او ۲۷ جریبه ځمکې د ملکیت په اړه د امارتي اختصاصي محکمې پرېکړه کړې چې دغه ټوله ځمکه د امارت ملکیت دی.

د امارتي ځمکو د غصب قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې ویلي، د یادې ځمکې اسناد، مدارک، د املاکو دفاتر او د اړوندو ادارو معلومات یې په هر اړخیز ډول ارزولي او وروسته یې د ځمکې د امارتي‌والي حکم کړی دی.

عدليې وزارت وايي، یاده ځمکه د یوسف‌خېلو ولسوالۍ د میست کلي ته څېرمه موقعیت لري. د محکمې د پرېکړې له مخې، متصرفین مکلف دي دغه ځمکه د غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته وسپاري.

مربوطه مطالب

Back to top button