د نورستان د سېلابونو تازه شمېر؛ ۲۳ کسان شهیدان، ۸۰ ټپیان او نږدې ۱۰۰ تنه ورک دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویلي، چې د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د لومړنیو معلوماتو له مخې ۲۳ کسان شهیدان، ۸۰ نور ټپیان شوي او نږدې ۱۰۰ تنه لا هم ورک دي. ادارې زیاته کړې، چې د لټون او ژغورنې عملیات په دوامداره توګه روان دي.
د یادې ادارې د ویاند مرستیال تاجمحمد همت ویلي، چې تر اوسه د خټو او کنډوالو لاندې ۱۵ جسدونه را ایستل شوي دي. د نوموړي په وینا، د ژغورنې ډلې د ورکو کسانو د موندلو لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتلي دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د معلوماتو له مخې، سېلابونو ۷ کورونه په بشپړه او ۲۳ نور کورونه په قسمي ډول ویجاړ کړي دي. همداراز ۷۰ دوکانونه، ۴۰ سپک او درانه موټر او ۱۱ هوټلونه هم زیانمن شوي دي. ادارې ټینګار کړی، چې دا شمېرې لومړنۍ دي او د پلټنو او ارزونو له بشپړېدو سره د مرګ ژوبلې او مالي زیان کچه لوړېدای شي.



