د برېښنا شرکت: یوازې په یوه اوونۍ کې د برېښنا ۶۵ نوي قراردادونه لاسلیک شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس، ملا عبدالحق همکار، ویلي چې د هېواد د برېښنا سکټور د پیاوړتیا لپاره یوازې تېره اوونۍ ۶۵ نوي قراردادونه لاسلیک شوي دي.
نوموړي د میدان وردګو ولایت د برېښنا ریاست د نوي رییس د معرفۍ په مراسمو کې ویلي، برېښنا د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه ده او د دې سکټور د پراختیا لپاره به عملي اقدامات په دوامداره توګه روان وي.
هغه زیاته کړې، د برېښنا د تولید او پراختیا په برخه کې هڅې ګړندۍ شوې دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې سکټور د پیاوړتیا لپاره نورې پروژې هم پلې شي.


