ایران: په کویټ کې مو امریکايي اډې په بې‌پیلوټه الوتکو وویشتې او یوه امریکايي ډرون مو هم نسکوره کړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د ایران پوځ ویلي، د «صاعقه» عملیاتو د ۲۱م پړاو په ترڅ کې یې په بې‌پیلوټه الوتکو د کویټ د «الدوحه» پوځي اډې او د امریکا ځینې نور پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

د ایران په وینا، دغه اډه د امریکايي ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو مهم مرکز دی.

بلخوا د کویټ پوځ اعلان کړی چې هوايي دفاع یې د هېواد پر فضا د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شنډ کړي او یو شمېر ډرونونه یې له منځه وړي دي.

همداراز، ایران ویلي چې د ختیځ آذربایجان ولایت په فضا کې یې د امریکا یوه بې‌پیلوټه الوتکه د هوايي دفاع په وسیله نسکوره کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button