ولسمشر پزشکیان: شهادت افتخار ده غواړم لومړۍ کرښه کې وجنګیږم

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکیان” د دولت او وسله‌والو ځواکونو ترمنځ د اختلاف د رامنځته کولو هڅې وغندلې او ټینګار یې وکړ چې هېڅوک باید داسې انګېرنه خپره نه کړي چې ګواکې د حکومت او پوځ ترمنځ واټن شته.
پزشکیان ویلې، چې د ایران ټول دولتي او پوځي بنسټونه د هېواد د دفاع لپاره په بشپړه همغږۍ ولاړ دي او ملي یووالی باید د سیاسي څرګندونو او تبلیغاتو له امله زیانمن نه شي.
هغه زیاته کړې، چې که د امریکایي غلیم ځواکونه ایران ته د ننوتلو تېروتنه وکړي دوی به یې په سختو بریدونو هرکلی وکړي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې شهادت افتخار ده او دی چمتو دی، چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ شي او له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button