اروپايي ټولنې د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د نورستان ولایت د مرکز پارون له سېلاب‌ځپلو او د دغه ولایت له اوسېدونکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. دې استازولۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، هیله لري چې ورک شوي کسان ژر تر ژره وموندل شي.

اروپايي ټولنې د ژغورنې ډلو د هڅو ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د قربانیانو د موندلو او له زیانمنو کسانو سره د مرستې په برخه کې بریالي شي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو بنسټونو د نورستان د وروستیو سېلابونو له زیانمنو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button