د اسلامي امارت زعیم علماوو ته په وینا کې د اسلامي نظام پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت د ویاند دفتر ویلي، چې د اسلامي امارت زعیم “شیخ هبة الله اخندزاده” د کندهار ولایت له مسؤلینو، د دیني مدرسو له علماوو او د حوزو له مشرانو سره لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د کندهار ولایت مسؤلین، د دیني مدرسو مشران او یو شمېر علماوو ګډون کړی و. غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې او وروسته د اسلامي امارت زعیم ګډونوالو ته مهمې سپارښتنې کړې دي.
نوموړي علماوو رول د اسلامي ټولنې د اصلاح، د شریعت د احکامو د پلي کېدو، د خلکو د دیني پوهاوي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره مهم بللی او ټینګار یې کړی، چې علما دې خپل مسؤلیتونه په اخلاص او استقامت ترسره کړي.
د اسلامي امارت زعیم همداراز
ویلي، چې د اسلام او شریعت د احیا لپاره علماوو په هر وخت کې سترې قربانۍ ورکړې دي او اوس هم اړتیا ده چې د دین د خدمت او د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د مسؤلینو او علماوو ترمنځ د همغږۍ، د دیني چارو د لا ښه تنظیم او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.


