د سعودي عربستان دوه پوځي اډې د برید هدف ګرځېدلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۵ل)

د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان په ختیځ کې د امریکا له پوځي حضور سره تړلې دوه مهمې پوځي اډې د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

راپورونه وايي، د الدمام ښار کې د امریکا پوځي اډه او همدارنګه د سعودي عربستان د ختیځې سیمې د عبدالعزیز هوايي اډه د بریدونو هدف ګرځېدلې ده.

تر اوسه د دغو بریدونو د نوعیت، احتمالي زیانونو او مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

د سیمې د وروستیو ترینګلتیاوو له امله په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د ایران ځواکونو ځوابي بریدونه زیات شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button