قالیباف خلیل الحیه ته: ایران د فلسطیني مقاومت په ګډون سیمه کې صهیونیستي ضد مقاومت محور سره ولاړ دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر “محمد باقر قالیباف” ویلي، چې ایران د فلسطین د قضیې د ملاتړو او د سیمې له هغو ډلو سره ولاړ دی چې د ده په وینا د مقاومت په لیکه کې فعالیت کوي.
قالیباف دا څرګندونې د حماس د سیاسي دفتر له مشر خلیل الحیه سره په تلیفوني خبرو کې کړې دي. نوموړي ویلي، چې ایران به د فلسطین له خلکو او د مقاومت له ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د سیمې تحولات به د مقاومت د محور پر دریځونو اغېز ونه کړي او ایران به د خپلو متحدینو تر څنګ پاتې شي.



