غزه: د تېرې ورځې راهیسې د صهیونیستي ریژیم هوایي بریدونو کې ۱۹ فلسطینیان شهیدان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
په غزه کې طبي سرچینو ویلي، چې د تېرې ورځې راهیسې د یادې تړانګې په بېلابېلو سیمو د صهیونیستي ترهګر ریژیم د هوایي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان شهیدان شوي دي.ح

د سرچینو په وینا، بریدونه د غزې په بېلابېلو سیمو ترسره شوي او د شهیدانو تر څنګ یو شمېر نور کسان ټپیان دي.

تر اوسه د صهیونیستي لوري له خوا د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو حماس اسلامي غورځنګ یاد بریدونه له هوکړې ښکاره سرغړونه بللې او ګواښ یې کړی، که پر غزولو بریدونه دوام کوي دوی به د سولې پنځم پړاو خبرو کې ګډون ونکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button