بقایي: که امریکایان د غدر هڅه وکړي مناسب ځواب به ترلاسه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” خبرداری ورکړی،چې که متحده ایالات هر ډول ماجراجویي یا تېری وکړي، ایران به ورته مناسب او قاطع ځواب ورکړي.
بقایي ویلي، ایران د خپلو ملي ګټو او امنیت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري او هر هغه اقدام چې د هېواد امنیت وګواښي، له مناسب غبرګون سره به مخ شي.
هغه ټینګار کړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت به د هر ډول فشار او ګواښ پر وړاندې د خپلو ملي ګټو دفاع ته دوام ورکړي.



