د ایران د اسلامي شورا استازی: امریکا جګړه کي ماته خوړلې اوس هڅه کوي د مذاکراتو له لارې خپلې شومې موخې تعقیب کړي

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د اسلامي شورا استازي، “منوچهر متکي” ویلي، چې ایران به د سیاسي او پوځي ډګرونو د فعالو تګلارو په خپلولو سره ډونلډ ټرمپ او جمهوري غوښتونکو ته درنه ماتې ورکړي او د جګړې ګټونکی ده.

متکي د ایران له دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، چې ایران په سیمه کې یو برلاسی قدرت دی او د خپلو کورنیو وړتیاوو پر مټ د هر ډول ګواښ پر وړاندې د درېدو بشپړ چمتووالی لري. د هغه په وینا، امریکا جګړه کې ماتې خوړلې اوس هڅه غوښتونکې کوي د مذاکراتو له لارې خپلې موخې تعقیب کړي.

هغه زیاته کړه، امریکایان د وروستۍ جګړې پر مهال خپلو هدفونو ته ونه رسېدل او اوس هم له ستراتیژیکې ماتې سره مخ دي. نوموړي ټینګار وکړ چې ایران د تدبیر او هوښیارۍ په مټ کولی شي ټرمپ او جمهوري غوښتونکو ته سخته ماتې ورکړي.

د ایران د توغندیز او دفاعي ځواک په اړه متکي وویل، د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې بشپړ چمتو دي او هر ډول تېری به له سخت او پرېکنده غبرګون سره مخ شي.

هغه همدارنګه وویل، هرمز تنګی د ایران تر بشپړ کنټرول لاندې دی او دا د ایران د ستراتیژیک ځواک څرګندونه کوي. متکي د فارس خلیج له هېوادونو وغوښتل چې د سیمې نوي واقعیتونه درک کړي او د امریکا له ناکامو سیاستونو سره له ملګرتیا لاس واخلي.

نوموړي په پای کې ټینګار وکړ چې ایران به د خپل ولس په ملاتړ او ملي یووالي سره د هر ډول ګواښ پر وړاندې ودرېږي او د خپلو ملي ګټو دفاع به وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button