د اسلامي امارت زعيم: د پوهنتونونو محصلین دې د دیني او مسلکي زده کړو ترڅنګ هر اړخیز وروزل شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت زعيم شیخ الحدیث هبةالله اخندزاده د لوړو زده کړو له وزیر، د وزارت له معینانو، مرکزي مسؤولینو او د دیني او دولتي پوهنتونونو له رئیسانو سره په لیدنه کې د لوړو زده کړو د وضعیت، د محصلینو د روزنې او د پوهنتونونو د مسؤولینو د دندو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي په دې لیدنه کې د علماوو او حکومتي مسؤولینو پر مسؤولیتونو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټولنې د اصلاح لپاره باید د دیني پوهاوي او حکومتي چارو ترمنځ همغږي موجوده وي.
ښاغلي زعیم ویلي، علما د دین د بیان، د خلکو د اصلاح او د اسلامي عقیدې د ساتنې مهم مسؤولیت لري او حکومتي مسؤولین باید د نظام د پیاوړتیا لپاره پر اطاعت، اتفاق او وحدت تمرکز وکړي.
هغه همداراز د پوهنتونونو مسؤولینو ته ویلي چې د محصلینو روزنې ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د نوموړي په وینا، همدا محصلین به په راتلونکي کې د حکومت په بېلابېلو برخو کې د ډاکترانو، انجنیرانو او نورو مسلکي کارکوونکو په توګه دندې ترسره کوي.
د لوړو زده کړو وزارت مسؤولینو په دغه ناسته کې د خپل وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات هم وړاندې کړي دي.



