پاکستان د افغانستان پر وړاندې د سوداګریزو او ترانزیټي لارو د بیا پرانیستلو پرېکړه کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)

پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ ټول بند شوي دروازې او لارې بېرته پرانیزي. دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د شاوخوا لسو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو محدودیتونو د پاکستان سوداګرو او سوداګرۍ ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د «مینټ میرر» ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پرېکړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ په هغه غونډه کې شوې چې دولتي چارواکو او سوداګرو پکې ګډون کړی و.

 په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو او د مالونو د لېږد د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې شوې دي.

په غونډه کې ټینګار شوی چې د لارو او ترانزیټي دروازو بیا پرانیستل به د سوداګرو ستونزې راکمې او د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د بیا پیل زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button