تخار کې د کورنیو تولیداتو دویم نندارتون پرانیستل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو دویم نندارتون پرانیستل شو.

د وزارت په وینا، په دې نندارتون کې د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ، د صنعت پر پراختیا، د پانګونې پر جذب او تولیدوونکو ته د بازارموندنې د فرصتونو پر برابرولو ټینګار شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په نندارتون کې له بېلابېلو ولایتونو لسګونه تولیدي او صنعتي شرکتونو خپل محصولات په بېلابېلو برخو کې په ۵۰ غرفو کې نندارې ته ایښي دي. دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button