هرات کې د ۱۴۳ میلیونه ډالرو په پانګونه د سمنټو سترې کارخونونې جوړولو چارې نن پيلېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، ټاکل شوې ده چې نن یکشنبه د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو د سترې کارخونې د جوړولو چارې پیل شي.

د نوموړي په وینا، پر دې پروژه ۱۴۳ میلیونه ډالره پانګونه کېږي، چې د ګلبهار سمنټ شرکت له لوري به عملي شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یاده کارخونه به هره ورځ ۳۰۰۰ ټنه سمنټ تولید کړي او د پروژې له بشپړېدو او د تولید له پیل سره به شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button