ملګري ملتونه: سوډان کې ۸ میلیونه ماشومان له زدهکړو بې برخې شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په سوډان کې روانې جګړې ۸ میلیونه ماشومان له زده کړو بېبرخې کړي، چې د دغه هېواد د راتلونکي په اړه یې جدي اندېښنې راپارولې دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په سوډان کې جګړه چې د ۲۰۲۳م کال له اپرېل راهیسې روانه ده، میلیونونه کسان بېځایه کړي او ګڼ شمېر ښوونځي یې تړلي دي. یو شمېر ښوونیز مرکزونه د جګړې له امله زیانمن شوي او ځینې نور د بېځایه شویو خلکو د لنډمهاله استوګنې لپاره کارول کېږي.
راپورونه ښيي چې د سوډان نږدې نیمايي ښوونیزې ودانۍ اوس د زدهکړو لپاره نه کارېږي، چې له امله یې د میلیونونو ماشومانو تعلیمي بهیر ټکنی یا په بشپړه توګه درېدلی دی.
ملګري ملتونه وايي، د جګړې دوام نه یوازې د ماشومانو اوسنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی، بلکې د اوږدې مودې لپاره د سوډان پر بشري پانګه او راتلونکي نسل هم د پام وړ اغېز کولی شي.



