ولسمشر پزشکیان: امریکا د اسلامي جمهوریت له شتون سره مخالفه ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” ویلي، چې امریکا د اسلامي جمهوریت له شتون سره مخالفه ده او که یې وس ورسېږي، نه غواړي په ایران کې اسلامي نظام موجود وي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، پزشکیان د خبریالانو په یوه خبري ناسته کې ویلي، امریکا «استعمارګره او قاتله» ده او که فرصت ومومي، هېڅکله به په ایران کې د اسلامي جمهوریت له موجودیت سره موافقه ونه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې له امریکا سره خبرو، بحثونو او تخنیکي ارزونو واشنګټن دې ته اړ کړ چې له ایران سره همکاري وکړي.
د ایران ولسمشر ټینګار کړی، چې هېواد یې باید خپلې لاسته راوړنې وساتي او خپل ځواک کمزوری نه کړي.
پزشکیان د هرمز تنګي په اړه هم ویلي، چې د ایران او عمان ترمنځ له شوې هوکړې څخه سرغړونه شوې او ایران یې په ځواب کې اقدام کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button