د امریکا مرستیال ولسمشر: د هرمز تنګي د امنیت لپاره د ایران ژمنې مهمې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا مرستیال ولسمشر “جيډي ونس” ویلي، واشنګټن له تهران څخه غواړي چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو له ډزو ډډه وکړي او دغه مهمه سمندري لار له ماینونو پاکه کړي.
ونس له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې ایران او عمان، د سوداګریزو او ملکي بېړیو د خوندي تګراتګ په اړه خبرې کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې ایران امریکا ته ډاډ ورکړی، چې په هرمز تنګي کې د بېړیو پر تګراتګ د محصول لګولو هوډ نه لري.
د امریکا مرستیال ولسمشر ټینګار کړی، چې واشنګټن یوازې پر شفاهي ژمنو باور نه کوي، بلکې د اړوندو هېوادونو عملي اقدامات به هم له نږدې ارزوي.



