هلمند کې معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د اسلامي امارت د کابینې د ۱۶مې مصوبې د حکم د عملي کولو په موخه، په هلمند ولایت کې هغو مستحقو معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې نمرو د وېش لړۍ پیل شوې، چې د بدن دوه یا تر دوو زیات غړي یې معلولیت لري.
د هلمند د کور او ښار جوړولو ریاست په وینا، د وېش په بهیر کې د مستحقینو اسناد او معلومات د ټاکلو اصولو له مخې ارزول کېږي، ترڅو د استوګنې نمرو د تخصیص پروسه د حق‌الاولیت، روڼتیا او عدالت پر بنسټ ترسره شي او مستحق کسان له خپلې قانوني برخې برخمن شي.

مربوطه مطالب

Back to top button