د ایراني پوځ لوی درستیز: د امریکا ملاتړ له امریکايي ځواکونو سره جګړه کې د ګډون په معنا دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز “علي عبداللهي” د خلیج فارس د جنوبي څنډې هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د امریکا پوځ ته هر ډول مرسته او اسانتیا برابرول به له امریکايي ځواکونو سره د ګډون په معنا وي.

عبداللهي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، هغه هېوادونه چې په خپلو اعلامیو کې وايي، امریکا ته به اجازه ورنه کړي چې د دوی له خاورې د ایران پر ضد استفاده وکړي، باید پوه شي چې «هیڅ شی د ایران له سترګو پټ نه پاتې کېږي.»

نوموړي د سیمې په پوځي اډو کې د امریکايي پوځي الوتکو، په ځانګړي ډول د تېلو‌ رسوونکو الوتکو، شتون ته په اشارې ویلي چې د کوربه هېوادونو له خبرتیا پرته د دومره شمېر پوځي الوتکو شتون بعید ښکاري.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز ټینګار کړی: «د امریکایي اشغالګر پوځ ته هر ډول مرسته او اسانتیا برابرول له امریکايي ځواکونو سره جګړه کې د ګډون په معنا دي.»

مربوطه مطالب

Back to top button