د یمني ځواکونو ویاند: د سعودي د هر ډول اقدام پر وړاندې به پراخ غبرګون وښیو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې د دوی د وروستیو عملیاتو په پایله کې په المخا سیمه کې دوه پوځي بېړۍ چې د سعودي عربستان وسلې ځواکونه یې لېږدول، ډوبې او سوځول شوې دي.
د یمني ځواکونو ویاند ادعا کړې چې د عملیاتو پر مهال د سعودي عربستان اړوند له لسو څخه زیاتې جنګي کښتۍ هم سوځول شوې یا ډوبې شوې دي. د نوموړي په وینا، یادې کښتۍ په سره سمندر کې د سعودي عربستان په لارښوونه د «سمندري غلا، محاصرې او لوټ» په فعالیتونو بوختې وې.
د یمني ځواکونو ویاند سعودي حکومت ته خبرداری ورکړی چې د هر ډول کړکېچ د زیاتولو له پایلو دې ځان خبر کړي.
نوموړي ټینګار کړی: «که هر اړخیزه جګړه پیل شي، موږ به هم له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته مخه کړو.



