نتانیاهو: سوریه کې د ترکیې پوځي حضور نه شو زغملای اسرائیلو ته ګواښ دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، ویلي چې اسرائیل په سوریه کې د ترکیې پوځي حضور نه شي زغملای ځکه د ده په خبره تل ابیب ته ګواښ دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، نتانیاهو ویلي چې اسرائیل مخکې په څرګندو ټکو ترکیې ته ویلي وو چې په سوریه کې به د دغه هېواد پوځي حضور ونه مني، خو د نوموړي په وینا، انقرې د اسرائیلو پیغام سم نه دی درک کړی او له همدې امله یې د خپل دریځ د روښانه کولو لپاره اقدام کړی دی.

د نتانیاهو دغه څرګندونې په سوریې د ادلب ولایت پر «ابوالظهور» هوايي اډه د اسرائیلي الوتکو له هوايي برید وروسته کړې دي.

د راپورونو له مخې، اسرائیلو پر یادې هوايي اډې هغه مهال برید وکړ چې د ترکیې یوه پوځي پلاوي له دغې اډې څخه لیدنه کوله.

بلخوا، ترکیې د نتانیاهو څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې نوموړي دغه څرګندونې پر سوریه د اسرائیلو د «غیرقانوني بریدونو» د توجیه لپاره کړې دي. انقرې ټینګار کړی چې د امنیت او ثبات د ټینګښت په موخه به له سوریې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ ګډ دفاعي تړون هم لاسلیک شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button