قاآني: د صهیونیستي رژیم سقوط حتمي دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک سپاه پاسداران د “قدس” څانګې قوماندان، برید جنرال اسماعیل قاآني، ویلي چې صهیونیستي اشغالګر رژیم له د ننه له یوه «ټولنیز سرطان» سره مخ دی او د دغه رژیم سقوط حتمي دی.

قاآني ویلي، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي رژیم ځواکونه به په «وحشت او سمندري غلا» سره ونه شي کولای د فلسطین مسئله او په نړۍ کې د هغې مهم ځای زیانمن کړي.

د نوموړي په وینا، د اشغال شوې لویدیځې غاړې د الحاق په موخه د صهیونیستي رژیم طرحه به عملي نه شي او د اسرائیلي رژیم سقوط به حتمي وي.

هغه ټینګار کړی چې د فلسطین مسئله به د اسرائیلي اقداماتو له امله له منځه ولاړه نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button