سوري سرچینې: صهیونیستي ځواکونه د قنیطرې مرکزي سیمې ته ننوتلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
سوري سرچینو ویلي، چې صهیونیستي اشغالګر ځواکونه د سوریې د قنیطرې ولایت منځنۍ سیمې ته ننوتلي او د «تل کروم» غونډۍ پر سر یې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
د سرچینو په وینا، د صهیونیستي ځواکونو دغه پرمختګ د قنیطرې په مرکزي او کلیوالي سیمو کې شوی دی.
تر اوسه د دې پرمختګ د موخو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.



