ولسمشر ټرمپ: ایران د هوکړې فرصت له لاسه ورکړی، پر تهران به سخت اقتصادي بندیزونه ولګول شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ’ وايي، چې ایران له واشنګټن سره د هوکړې فرصت له لاسه ورکړی او متحده ایالات به پر تهران د بې‌ساري کچې اقتصادي بندیزونه ولګوي.
ټرمپ پر خپلې ټولنیزې پاڼې «ټروت سوشل» لیکلي چې امریکا به د ایران پر وړاندې «تر ټولو سخت اقتصادي عملیات» پیل کړي او پر دغه هېواد به اقتصادي جګړه او بې‌ساری انزوا تحمیل شي.
نوموړي ادعا کړې، چې د ایران سمندري او هوايي ځواکونه له سختو زیانونو سره مخ شوي، پوځي فابریکې یې ویجاړې شوې او پیسو یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
ټرمپ همداراز خبرداری ورکړی چې هر هېواد، شرکت، مالي بنسټ یا دولتي اداره چې له ایران سره د اقتصادي ملاتړ یا د ژغورنې هر ډول لاره برابره کړي، له «سترو اقتصادي عواقبو» سره به مخ شي.
هغه په ځانګړي ډول د ایران د تېلو قاچاق، د پیسو لېږد، د اسعارو تبادله، د بېړیو ثبت او د مخ‌پټو شرکتونو له لارې د تهران د اقتصادي ملاتړ د درولو غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button