عراقچي: د کمزوري ایران تصور په بشپړ ډول له منځه تللی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” وايي، د ایران په اړه د «کمزوري هېواد» تصور په بشپړ ډول له منځه تللی او د جګړې له پخوانۍ دورې سره د تهران د بهرني سیاست وضعیت د پام وړ توپیر لري.
عراقچي د ایران د حکومت د اطلاع‌رسونې له مرکز سره په مرکه کې د تېرو دوو کلونو د دیپلوماټیکو هڅو په اړه ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه پیغام کې د ایران د «بې‌قیدوشرطه تسلیمېدو» غوښتنه کړې وه، خو د نوموړي په وینا، د ایران د تسلیمولو هڅې ناکامې شوې دي.
هغه ادعا کړې چې د ایران د نظام د بدلون، د هېواد د وېش او د داخلي ګډوډیو د رامنځته کولو هڅې هم له ناکامۍ سره مخ شوې او د ده په وینا، مقابل لوري ونه توانېدل چې جګړه په چټکۍ سره خپلو مطلوبو پایلو ته ورسوي.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال “کاظم غریب‌آبادي” د هرمز تنګي په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، لکه څنګه چې ټرمپ د «فارس خلیج» نوم په سمه توګه کارولی، ډېر ژر به د هرمز تنګي په اړه د هغه تصور هم «اصلاح» شي.
نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې په طنزیه انداز زیاته کړې چې که د ټرمپ تصور اصلاح نه شي، «موږ به د هغه وهمونه اصلاح کړو.»

مربوطه مطالب

Back to top button