فراه کې له ایراني سوداګرو سره د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
په فراه کې د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ د سیمنټو په برخه کې د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
د هوکړهلیکونو د لاسلیک په مراسمو کې د فراه والي ملا محمد حافظ مجاهد، د ایران د جنوبي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي، د دواړو هېوادونو یو شمېر ډیپلوماتیک استازي، سوداګر او د صنعت او سوداګرۍ مسوولینو ګډون کړی و.
د فراه والي ویلي، د سوداګریزو ناستو جوړول او د هوکړهلیکونو لاسلیکول د سوداګرۍ، ترانزیټ، ټرانشیپ او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره مهم دي.
نوموړي د بازارچې له لارې د موټرو د تګ راتګ د زیاتېدو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده.



