غور کې د ۳.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دیوال جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)

د غور ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په واجان کلي کې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۵۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال د جوړولو چارې پیل شوې دي.

دغه پروژه د غور د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري پلې کېږي.

مسؤولین وايي، د پروژې د تطبیق پر مهال به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو وروسته به د واجان کلي د اوسېدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د موسمي بارانونو او سیلابونو له زیانونو خوندي شي.

مربوطه مطالب

Back to top button