یمني ځواکونو په مأرب کې د حکومت ضد وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمني پوځ ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې د حکومت ضد وسله والو د وروستیو بریدونو په ځواب کې یې د مأرب ولایت په بېلابېلو سیمو کې د هغوی پر مرکزونو پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، دا عملیات وروسته له هغه پیل شوي چې د سعودي له ملاتړه برخمنو یاغیانو د مأرب او حضرموت په ولایتونو کې د یمني ځواکونو پر اړوندو پوځي مرکزونو بریدونه وکړل. د یمني حکومت سرچینو ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.
مأرب د یمن په روانه جګړه کې له ستراتیژیکو سیمو څخه بلل کېږي او د تېلو او ګازو د زېرمو له امله ځانګړی اهمیت لري. د ملګرو ملتونو له خوا په ۲۰۲۲م کال کې د اوربند له رامنځته کېدو وروسته په سیمه کې د جګړو شدت د یوې مودې لپاره کم شوی و، خو په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي کچه بېرته لوړه شوې ده.
تر اوسه حکومت ضد وسله والو د دغو عملیاتو د پایلو او اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي. یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم د وروستیو پوځي نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د لا پراخېدو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button