مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۲۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، د جمعې په ورځ د ننګرهار تورخم، کندهار سپین بولدک، نیمروز د ورېښمو پل او هرات اسلام کلا له لارو ټولټال ۲۲۰ کورنۍ، چې ۱۰۵۲ تنه کېږي، هېواد ته راستانه او ثبت شوې دي. د راپور له مخې، له تورخم، سپین بولدک او نورو لارو ۱۱۰ کورنۍ، چې ۵۷۸ تنه کېږي، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او د مالي مرستو ترڅنګ ورته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، په یاده ورځ له ۱۸۹ کورنیو سره ټولټال ۱۶ میلیون او ۷۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او راستنېدونکو ته ۱۵۹ سیمکارتونه وېشل شوي دي.
همداراز، د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۷۱۲ نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي، چې د اړوندو کمېټو له لوري ورته لازم خدمات وړاندې شوي دي.



