امر بالمعروف وزارت: تېره اوونۍ د ښځو اړوند ۱۰۷ قضیو ته رسېدنه شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، چې د دغه وزارت محتسبینو په تېره یوه اوونۍ کې د ښځو اړوند ۱۰۷ قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د وزارت په وینا، په همدې موده کې ۱۱ شخړې حل شوې، ۹ کوډګر نیول شوي او محتسبینو ۵۰۰ اصلاحي غونډې هم ترسره کړې دي.



