هرات کې درمل جوړونکې فابریکه ۱۵۰ ډوله درمل تولیدوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)

په هرات کې یوه درمل جوړونکې فابریکه د ۱۵۰ ډوله درملو د تولید وړتیا لري او اوس مهال د جامدو او مایع درملو بېلابېل ډولونه تولیدوي.
د فابریکې د مسؤولینو په وینا، پر دې شرکت شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې او نږدې دوه زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د فابریکې تخنیکي مسؤول عارف شیرزاد وايي، هڅې روانې دي چې هغه درمل هم په هېواد کې تولید کړي چې اوس له بهر څخه واردېږي.
نوموړی زیاتوي، د تولیداتو له پراخېدو سره به په نږدې راتلونکي کې د فابریکې درمل اسیايي هېوادونو ته هم صادر شي.

مربوطه مطالب

Back to top button