عمران خان: پوځي رژیم هڅه کوي د محمد مرسي په څېر مي ووژني

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د ستر سیاسي ګوند تحریک انصاف زنداني مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان خپلې کورنۍ ته په یوه پیغام کې ادعا کړې چې د پاکستان واکمن پوځي جوړښت هڅه کوي هغه په زندان کې د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي په څېر له منځه یوسي.
د عمران خان خور، علیمه خان، په خبري ناسته کې ویلي چې ورور یې د پاکستان ولس ته د پیغام رسولو پر مهال ویلي، په زندان کې ورسره روان چلند هغه حالت ته ورته دی چې محمد مرسي ورسره مخ شوی و.
علیمه خان ادعا کړې، چې د عمران خان روغتیا او د زندان شرایطو په اړه جدي اندېښنې شته. د نوموړې څرګندونې داسې مهال دي چې د عمران خان کورنۍ او تحریک انصاف ګوند زندان کې د هغه د روغتیايي وضعیت او طبي درملنې په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
بلخوا پاکستاني حکومت د عمران خان سره د ناوړه چلند، طبي غفلت او سخت انفرادي بند په اړه ادعاوې رد کړې دي. حکومت وايي، عمران خان د محکمې د پرېکړو له مخې زنداني دی.
عمران خان له ۲۰۲۳م کال راهیسې په زندان کې دی او تحریک انصاف ګوند د نوموړي د خوشې کېدو او د قانوني بهیر د شفافیت غوښتنه کوي.



